د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست د مرستیال په مشرۍ د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو لپاره د کړنلارې جوړېدو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې لومړنۍ غونډه ترسره شوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې دغه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د چارو ادارې، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کانونو او پټرولیم او عدلیې وزارتونو، د افغانستان بانک او امارتي شرکتونو لوی ریاست استازو په‌کې برخه اخیستې وه.

غونډه کې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې شوي او له تفصیلي بحث وروسته پرېکړه شوې چې د سهامي شرکتونو د رامنځته کېدو او د هغوی د فعالیتونو د تنظیم په موخه باید منظمه کړنلاره جوړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version