د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې پنجشیر کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو یوه کانال او استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې ویلي، چې یادې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له بودیجې د پنجشېر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به یو شمېر کسانو ته کاري زمینه برابره شي او دغه راز به زرګونه جریبه ځمکه هم د سېلابونو له خطر څخه خوندي کړي.