له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې په کابل کې د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځله، چې په مناسبت یې د افغان حکومت د رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په پیغام کې د وقایوي پروژو پر پلي کېدو او د طبیعي پېښو د زیانونو پر کمولو ټینګار شوی دی.
د دې ورځ د نمانځنې په مناستب د افغان حکومت د رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په پیغام کې راغلي، چې د خطرونو پېژندنه او د وقایوي پروژو پلي کول د قدرتي پېښو د زیانونو په کمولو کې اغېزناک رول لري. نوموړي ویلي، چې قدرتي پېښې لا هم د افغانانو ژوند اخلي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.
د رئیسالوزرا په استازیتوب قاري عبدالستار سعید له ټولو هغو بنسټونو مننه کړې، چې له افغانانو سره یې مرستې کړې دي او غوښتي یې دي چې «له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي».
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم له نړیوالې ټولنې د اقلیمي بدلونونو د زیانونو کمولو لپاره د مالي او تخنیکي مرستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هوا پېژندنې عصري وسایل، د مخکینۍ خبرتیا سیسټمونه او وقایوي پروژې باید پیاوړې شي.
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي هم ویلي، چې د بشري مرستو ترڅنګ باید وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه په محدودې بودیجې ډېرې پایلې لري


