د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي وزیر محمد خالد الحنفي په کابل کې د اسلامي نظام ټینگښت په موخه د ملت د یووالي او همغږیتوب تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي، چې ولس ته خدمت کول د امارت د مسوولینو دیني مسوولیت دی.

نوموړي ویلي، افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نه لري او د یو رهبر تر امر لاندې ژوند کوي.: «د جهاد څخه مو موخه د اشغال خاتمه، د هېواد د خپلواکۍ اخیستل او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینگښت وو، چې لله الحمد یادې ټولې موخې په الهي نصرت او د افغانستان مسلمان ملت په همکاري تر لاسه شوې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ولس د ستونزو او ننگونو د هوارۍ او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړي.»

د الحنفي په خبره، اسلامي امارت یوازېنی نظام دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې اشغالگرو ته په متحد ډول ماته ورکړه، دا نظام د امربالمعروف او نهې عن المنکر سپېڅلې فریضې پر بنسټ جوړ شوی، چې د ښځو د شرعي حقوقو د ورکړې او خونديتوب ترڅنگ په هېواد کې په زرگونو شکایتونه چې د هېواد والو له لوري شوي وو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري حل او فصل شوي دي.

په کوم نظام کې چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر نه وي هغه ته کامل اسلامي نظام نه‌شي ویل کېدی.:«دغه اسلامي نظام د خلکو نظام دی، خلک د دې نظام برخه گڼل کېږي، د نظام او ولس تر منځ هېڅ واټن نه‌شته، نو له اسلامي نظام سره همکاري د هېواد د ټولو وگړو شرعي فریضه ده.»

نوموړي په افغانستان کې ټول قومونه یووالي ته راوبلل او له ټولو قومونو څخه یې وغوښتل، چې موږ ټول باید د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او ټینگښت لپاره په گډه کار وکړو او د خلکو خدمت کول د اسلامي امارت د چارواکو یو له دیني مسوولیتونو څخه گڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version