د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د گڼو دولتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شو، چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به روان وي.
له یاد وزارت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد نندارتون د کابل په بادامباغ کې پرانیستل شوی، چې بېلابېل کرنیز توکي پکې نندارې ته وړاندې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، د کورنیو تولیداتو د معرفي او بازار موندنې په موخه گڼ نندارتونونه جوړ شوي او په راتلونکي کې به هم د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پلور او بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړ شي، چې کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ور وپېژنو، په همدې موخه مو له گاونډیو هېوادونو سره یوشمېر نندارتونونه جوړ کړل او په راتلونکي کې به نور هم جوړوو.
دغه نندارتونونه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په بازارموندنه او خرڅلاو کې مهمه ونډه لري.:«اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور پر پراختیا د کار له لارې، د بېوزلۍ د کچې ټیټولو، کارموندنې او د خامو موادو د تولید په برخه کې کار وکړي، چې په دې برخه کې یوشمېر پروگرامونه لکه د کرنې میکانیزه کول، دودیز کرکېله په عصري کرکېله بدلول او د اوبو مدیریت په پام کې نیول شوي دي.»
په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، چې اسلامي امارت کرنې ته ځانگړې پاملرنه لري.«هیله لرو چې دا نندارتون گډون کوونکو او د کورنیو تولیداتو معرفي کولو په برخه کې گټور تمام شي، تېر حکومتونو دغو برخوته پاملرنه نه ده کړې، اړینه خبره داده چې زیارکښو بزگرانو او مالدارانو ته پاملرنه او دوی ته کار وشي، امارت د یادو سکټورونو پر پښو د درولو په پار ځانگړې پروگرامونه لري.
د کرنیزو تخمونو وېش، د اوبو لگولو د کانالونو او چیک ډېمونو جوړول او بیارغونه، بازار موندنه او د اسانتیاوو راوستل د امارت له مهمو دندو څخه دي او په راتلونکي کې به دا کارونه پراخ او زیات کړو.
هڅه کوو چې افغاني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړو، له ټولو پانگهوالو هم غواړو چې په دې سکتورونو کې پانگونه وکړي ترڅو له بېوزلۍ او اړتیا څخه خلاصون ومومو.»
په خبرپاڼه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس خان محمد فروتن له قوله ویل شوي، چې دغه نندارتون د کرنيزو محصولاتو، مالدارۍ، بڼوالۍ او لاسي صنايعو د بازارموندنې په برخه کې ډېر گټور تمامېږي، د نړۍهېوادونه د نندارتونونو په دایرولو سره غوره لاسته راوړنې لري، له سوداگرو څخه غوښتنه کوو چې د خوراکي توکو د خونديتوب او د هېواد ځان بسیاینې لپاره باید په گډه او همغږۍ کار وکړو.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي، د افغانستان پر ځان بسیا کېدل د کرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو په برخو کې کار پورې تړلي دي، په دې برخه کې د امارت پر مهال گټور کارونه شوي، په غوره مدیریت سره د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی او د بدیل معیشت پروژې پلي کېدو دي.
د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د غویي له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې پیل شوی، چې د دې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.