حماس غورځنګ په خپلو رسنیزو ادرسونو په يوه خپاره کړي خبر کې وايي، چې د ياد غورځنګ اړوند القسام ځواکونو د غزې د خان يونس ښار په «عبسان الکبيرة» ښارګوټي کې له اسرائيلي عسکرو ډک يو کور په بمونو الوځولی دی.

په راپور کې راغلي چې په کور کې له وړاندې بمونه ځای پرځای شوي وو او د اسرائيلي عسکرو له مېشتېدو سره سم ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د کور د بشپړ ويجاړېدو او پرېوتو خبر ورکړل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version