د ايران روغتيا وزارت وایي، چې په وروستيو څو ورځو کې د اسرائیل د هوایي بریدونو له امله تر اوسه ۲۲۴ تنه وژل شوي او ۱۲۷۷ نور ټپیان دي.
د ياد وزارت ویاند حسین کرمان پور ادعا کړې، چې ۹۰ سلنه قربانیان ملکي وګړي دي، چې ښځې، سړي او ماشومان پکې شامل دي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې روانه “نسلوژنه” ودروي.
بلخوا بيا اسرائیل وایي یوازې پوځي اهداف یې په نښه کړي او ایران تورنوي چې د اسرائیل ملکیانو ته قصداً زیان رسوي.