قطر کې د افغانستان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې افغان سفير سهيل شاهين، د افغانستان لپاره د المان سفارت له شارژادفير «رولف ديتر دينهارد» سره کتلي دي.
سرچينه زياتوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او المان ترمنځ په دوه اړخيزو اړيکو، المان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو او د دغه هېواد له لوري له ايران او پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د بشري مرستو پر چمتو کولو خبرې شوې دي.
ياده دې وي، چې تر دې وړاندې د المان د کورنيو چارو وزير ويلي وو، چې هېواد یې له افغانستان سره اړيکو جوړولو ته لېواله دی او په همدې موخه به د برلين قونسلګري د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.