د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د نیوجرسي په ایالت کې یوې غونډې ته ويلي، چې د دیموکرات ګوند ملاتړي باید له نا امیدۍ او ګیلو لاس واخلي او د سیاسي مشارکت، ثبات او قاطع دریځ له لارې د هېواد د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره د ټرمپ پر ضد ودرېږي.
اوباما ويلي، دا وخت د ځان د کم حسابولو نه دی، بلکې د زړورتیا او اقدام دی او په وینا یې ډېری خلک ځان د دیموکرات ګوند غړي بولي، خو له روانو حالاتو ناهیلي شوي او له مبارزې یې لاس اخيستی.
هغه له پوهنتونونو، حقوقي ادارو او نورو ټولنیزو بنسټونو غوښتي چې د ټرمپ د ادارې فشارونو ته غاړه کېنږدي او خپل ارزښتونه وساتي.
اوباما د ټرمپ سياستونه ناکام بللي او په وينا یې که د راتلونکو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې هر څوک خپل مسؤلیت ادا کړي، امریکا کولای شي یو ځل بیا د پرمختګ لور ته حرکت وکړي.