د یمن المسیره خبري شبکې خبر ورکړی، چې امریکا تېره ورځ د یمن د پلازمېنې صنعا په ګډون د دغه هیواد پر بېلابېلو سیمو ۷۲ هوایي بریدونه ترسره کړي.

راپور زیاتوي، په دغو بریدونو کې ۱ تن ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي.

بل خوا د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټ کام) ویلي، یاد بریدونه په یمن کې د حوثي وسله‌والو پر مرکزونو شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه اونۍ وړاندې سره سمندرګي کې پر امریکایي او اسرائیلي بېړیو د حوثي وسله‌والو د بریدونو په غبرګون کې پر یادې ډلې د پراخو بریدونو امر وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version