د جرمني د بيلډ ورځپاڼې د راپور له مخې د منځني ختيځ لپاره د سپينې ماڼۍ ځانګړي استازي اسټيون ويټکاف اعلان کړی چې امريکا صهيونيستي اسرائيلو ته له اټومي بمونو وروسته د نړۍ په کچه د تر ټولو قوي بم يا د بمونو د مور د ورکړې پرېکړه کړې ده.

راپور زياتوي چې د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون هم اسرائيلو ته د «جي بي يو ۴۳- بي» چې د بمونو د مور په نوم مشهور دی او شاوخوا ۱۱ ټنه‌ وزن لري د ورکړې خبر تائيد کړی دی.

اسرائيلو له ۲۰۰۰م ميلادي کال راهيسې له امريکا څخه د ياد بم د ترلاسه کولو غوښتنه کوله خو امريکايي ولسمشرانو دا غوښتنه رد کړې وه چې بلاخره ټرمپ په خپله دوهمه دوره کې منلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version