د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبرې پرون اوکراین ته د مودي له سفر وروسته شوې دي. راپور د مودي له قوله ویلي، هند، اوکراین ته د سولې او ټيکاو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دې خبرو په هکله خبریالانو ته ویلي، چې امریکا د ټولو هیوادونو هرکلی کوي چې عادلانه سولې ته په رسېدو کې د اوکراین د ولسمشر سره مرسته کول غواړي.

کربي ویلي چې ولسمشر بایډن د هند مشر وستایه چې د اوکراین لپاره د سولې پیغام لري او د کیف انرژۍ سکتور سره د ملاتړ سربېره هلته د روانو بشري مرستو ملاتړ هم کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version