الجزيرې راپور ورکړی، چې امريکا له خپلو اتباعو غوښتي چې په بيړنۍ توګه له بحرين، مصر، ايران، عراق، اسرائيل، فلسطين، اردن، کويټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، سوريه، متحده عربي اماراتو او يمن څخه ووځي.
د امريکا له لوري ياد اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ایران په وروستیو ورځو کې تر ټولو ډېر بريدونه په دغو هېوادونو کې په مېشتو امريکايي هډو او مېشت ځايونو کړي دي.
د ايران له لوري د خپل مذهبي مشر د وژل کیدو په غبرګون پيل شوي بريدونه لا هم روان دي او اټکل کېږي چې نور هم سخت او زورور شي.
