افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په يوه اعلاميه کې پر افغانستان د پاکستاني رژيم د وروستيو بريدونو په پايله کې عامو خلکو ته په اوښتې مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده.

يوناما ويلي، د فبرورۍ مياشتې له ۲۶ مې د مارچ تر ۲ مې نېټې پورې پاکستاني رژيم د افغانستان په پکتيا، پکتيکا، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو بريدونه کړي او په پايله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۶ عامو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۴۱ تنه شهيدان او ۱۰۴ نور ټپيان شوي دي.

ياد بنسټ همدا راز د پاکستاني رژيم بريدونو کې د عامه تاسیساتو په تېره روغتیايي مرکزونو زيانمن کېدو ته هم اشاره کړې ده.

يوناما زياتوي، چې د پاکستاني رژيم روانو تېريو په پايله کې څه باندې يو نيم زر کورنۍ له خپلو سيمو کډوالۍ ته هم اړ شوې دي.

ياده دې وي، چې پاکستاني رژيم د افغان ځواکونو پر وړاندې مخامخ جګړه کې له ماتې او تېښتې وروسته د عامو خلکو په نښه کولو لاس پورې کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version