رویټرز د دوه باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا له کېیف څخه غوښتنه کړې څو د سولې هغه طرحه ومني، چې واشنګټن چمتو کړې ده.

سرچينه وايي، په دې طرحه کې د اوکراين خاورې د ځینو برخو پرېښودل او د ځینو وسلو سپارل شامل دي.

د رويټرز دغو سرچینو ویلي، چې د امریکا طرحه کې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د شمېر کمول هم شامل دي.

تر دې وړاندې هم د اوکراین يوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي و، چې کېیف د امریکا د جګړې د پای ته رسولو د وړاندیزونو «نښې نښانې» ترلاسه کړي دي.

د معلوماتو له مخې دغه وړاندیزونه واشنګټن له روسیې سره مطرح کړي او اوکراین یې په چمتو کولو کې هېڅ رول نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version