د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو امریکايي اتباعو ته له عامو ځايونو څخه د لرې اوسېدو خبرداری ورکړی، چې په وروستيو کې پاکستان ته سفر کوي او يا هلته مېشت دي.
ياد وزارت له خپلو اتباعو څخه غوښتي، چې د خپل ژوند د خونديتوب په موخه له کلک احتیاط څخه کار واخلي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د تېرې جمعې په ورځ د پلازمېنې اسلام اباد په يوه جومات کې خونړۍ چاودنې نږدې دوه سوه کسانو ته مرګژوبله واړوله.
پر دې سربېره ګڼ شمېر پوځي او سياسي شنونکو هم د پاکستان وروستی وضعيت ترينګلی بللی او په همدې ورځو کې د نورو چاودونو او بريدونو وړاندوينه یې هم کړې ده.
