د سوماليا ولسمشر حسن شيخ محمود په خپلو وروستيو څرګندونو کې د اسرائيل له لوري د سومالي‌ لينډ‌ بېلتون پالو د رسميت پېژندنې اړوند ويلي، چې تر اوسه په سومالیا کې اسرائيلي ځواکونه نشته او په وينا یې په نږدې راتلونکي کې هم دا امکان نه ليدل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که چېرته داسې پیښ شي، چې اسرائيلي ځواکونه سوماليا ته داخل شي نو په خبره یې په خپل ټول توان یې پر وړاندې جګړه او له ځانه دفاع وکړي.

هغه ويلي، سوماليا ته د اسرائیلي ځواکونو د ورتګ په ضد دي او هېڅکله به دې کار ته اجازه ورنه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version