د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران دوه بېپیلوټه الوتکې نسکور کړي.
سنټکام ادعا کړې، چې دغو ډرونونو د هرمز تنګی په سیمه کې نړۍوال سمندري تګ راتګ ته ګواښ پېښاوه.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ویلي، د ایران د هر ډول تېري پر وړاندې به خپلو دفاعي اقداماتو ته دوام ورکړي.
د ایران پوځ تر دې مهاله د امریکا دې ادعا ته کوم غبرګون نهدی ښودلی.


