ورځ او نېټه: یکشنبه ۱۴۴۶/۹/۱۶ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کورنیو چارو وزارت: پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه اومه چرس کشف او ونیول شول.
۲_سمنګان کې د تېر حکومت د يوه پوځي په کور کې د وسلو ستره زېرمه کشف شوې.
۳_د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د ګازو پايپ لاين لس کيلومتره غځول شوی.
۴_ملي دفاع وزارت: د ملي اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو ۵۱۳ تنه منسوبین له پرمختللو کومانډویي زدهکړو فارغ شول.
۵_روان کال د هېواد د هوايي دهلېزونو له لارې نږدې ۳۰۰ ميليونه ډالره سوداګري شوې.
- [ ] سیمه:
۱_مفتي منیر شاکر د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.
۲_پاکستاني طالبانو د الخندق عملياتو په لومړۍ ورځ په ۳۰ شاوخوا بريدونو کې لسګونه پاکستاني پوځيان هلاک او ټپيان کړل.
۳_بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو د بسونو پر کاروان برید کې ۹۰ تنه پوځیان هلاک شوي.
- [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د اسرائيلو پخوانی دفاع وزير موشي يعلون: د اکتوبر له ۷مې را په دېخوا له حماس غورځنګ سره په جګړې کې اسرائيلي ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې. - [ ] نړۍ:
۱_ټرمپ د يوه اجرايوي فرمان له مخې ازادۍ او امريکا غږ راډيوګانې وتړلې او کارکوونکي یې په اجباري رخصتۍ ولېږل.
۲_یمن کې پر صنعا او صعده ښارونو د امریکا هوایي بریدونه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
۳_د ۱۹ ميليارده ډالرو قرارداد د لغوه کېدو امکان؛ د کاناډا دفاع وزير وايي هڅه کوي د F35 امريکايي الوتکو بديل پيدا کړي.
۴_د ترکیې دفاع وزیر: پيکېکې او د دې ډلې ټولې څانګې باید ژر تر ژره خپل فعالیتونه پای ته ورسوي او خپلې وسلې تسلیم کړي.
۵_امريکا کې خطرناک طوفان او بړبوکۍ ۳۴ کسان مړه کړي او ګڼ شمېر مالي زيانونه یې اړولي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.