د سي‌بي‌اېس خبري شبکې د راپور له مخې د امریکا په لاس انجلس کې د ولایتي پولیسو په یوه روزنیز مرکز کې د چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي دي.

سرچينه وايي، د دغه مرکز مشر رابرټ لونا هم دا شمېره تایید کړې؛ خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، د دې پېښې سیمه اوس د نورو پلټنو لپاره خوندي ده او څېړنې روانې دي.

له بل لوري بيا د لاس انجلس ټایمز ورځپانې د راپور ورکړی، چې چاودنه هغه مهال شوې، چې د بمونو شنډولو یوې ډلې چاودېدونکي توکي لېږدول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version