د عبدالرحمان وزیري په نوم یو افغان چې د اشغال پر مهال یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې کار کاوه، د اپرېل په ۲۷مه د امریکا د ټکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو او قاتل د پوليسو له څو پوښتنو وروسته په حيرانوونکي ډول خوشې او قضيه تر ننه ګونګه‌ پاتې شوه.

امريکايي رسنۍ وايي اوس تازه پخوانيو امريکايي سرتېرو او د نوموړي کورنۍ له امريکايي حکومت څخه د عدالت ټينګولو او قاتل نيولو غوښتنه کړې.

په همدې اساس د امريکا د هوایي ځواکونو اړوند وېبپاڼې«اېر فورس ټایم» ويلي چې د پېښې له دوه میاشتو تېرېدو وروسته لا هم قاتل نه دی نیول شوی او هغه وخت د پوليسو له څو پوښتنو وروسته خوشې شو.

د وژل شوي عبدالرحمن وزيري پېښې په غبرګون کې یو پخوانی امریکایي سرتېری بین هافمین چې له عبدالرحمان وزیري سره یې په افغانستان کې یو ځای کار کړی و له يوې رسنۍ سره په مرکه کې وايي «عبدالرحمن له افغانستان څخه امريکا ته راغی، ووژل شو او بیا دا ډول چوپتیا؟ دا حیرانوونکې ده، چې امریکا څنګه د افغانستان له لوګر ولایت څخه هم ډېره خطرناکه شوه؟»

همدا راز شاوخوا شلو پخوانیو سرتېرو د امريکا د هرېس کاونټي څارنوال ته لیک استولی او غوښتنه یې کړې، چې د وزیري د وژنې موضوع باید له پټوالي او ځنډ پرته وڅېړل شي.

دوی لیکلي «که چېرته عبدالرحمان امریکايي تابعیت درلودای، نو خلکو به دا ډول خاموشي هېڅکله نه وه زغملې.»

له بل لوري د وزیري کورنۍ وايي «موږ فکر کاوه چې امریکا به زموږ لپاره امن ځای وي له جګړې راووتو، خو دلته هم وژل کېږو.»

ياده دې وي چې په وروستيو مياشتو امريکا کې د افغانستان د اشغال پر مهال د امريکايي ځواکونو د افغان همکارانو وژنه په بې ساري ډول ډېره شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version