د انډېپنډېنټ فارسي رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا پولیسو هغه سړی نیولی چې غوښتل یې له دوو مولټوف کاکټیلونو (لاسي اور لګېدونکي بمونو) او څو چاقوګانو سره د امریکا د کانګرس ودانۍ ته ننوځي.
سرچینه کاږي چې، دغه سړی راین انګلیس نومېږي او اعتراف یې کړی چې غوښتل یې د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن، د دفاع وزیر پیټ هیګسېټ او د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ووژني.