امریکا اسرائیلو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې که راتلونکو دېرشو ورځو کې غزې ته نورې بشري مرستې پرې نه ږدي د دې خطر شته چې د امريکا ځينې پوځي مرستې به پرې بندې شي.
دا په ليکلې بڼه خبرداری چې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو لاسليک کړی په غزه کې د جګړې له پیل راهيسې اسرائیلو ته د امريکا او د متحدينو تر ټولو سخت ګواښ بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع د وزیر لوېډ اسټن له خوا په دې لاسلیک شوي لیک کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړل شوی چې که تر راتلونکو دېرشو ورځو غزې ته بشري مرستې پرې نه ږدي او د بشري مرستو رسوونکو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د دې امکان شته چې امریکا پر اسرائیلو پوځي مرستې بندې کړي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ جرمني هم اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو د ورکړې د لړۍ د درېدو خبر ورکړی و.