واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی چې، امریکا اوکراین ته یو شمېر قراردادیان استوي چې دې هیواد ته د امریکا لخوا د ورکړل شویو پرمختللو وسلو او نظامي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت په چارو کې مرسته وکړي.

د پنټاګان یو چارواکي تېره ورځ ویلي و، چې دا امریکایي قراردادیان به د جنګي الوتکو او دفاعي سیستمونو په مراقبت کې مرسته وکړي چې امریکا اوکراین ته ورکړیدي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې، اوکراین ته د پوځي قراردادیانو استولو پریکړه پدې هیواد کې د متوجه ګواښونو او خطراتو تر ارزیابۍ وروسته شوېده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version