د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) په یو تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي.
په دغه درې میاشتني راپور کې چې پرون رسنیو ته لیږل شوی، سیګار د خپل فعالیت د بندولو د وړاندیز لامل له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلي دی.
په ۲۰۲۱ کې د اسلامي امارت د بيا واکمنېدو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې شوې بودجه، د سیګار د وروستي راپور په اساس، ۸۲ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۱ په جون کې له ۶.۶۸ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۴ په سپتمبر کې یوازې ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.