د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن د لومړي ځل لپاره اوکراین ته اجازه ورکړې چې د امریکا له خوا د ورکړل شویو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ په روسیه کې دننه بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټاکنیزو کمپاینونو او لویو غونډو کې ژمنه کړې وه چې ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته به د اوکراین جګړه په یو ډول پایته رسوي.

وار له مخه روسیې امریکا او ناټو ته ګواښ کړی و، چې که د روسیې پر خاورې د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړل شي دا به په دې معنا وي چې ناټو له روسیې سره په جګړه کې ښکېله شوې چې بدې پایلې به ولري.

ویل کېږي، چې دا وسلې به د شمالي کوریا د هغې پرېکړې په ځواب کې وکارول شي، چې روسیې ته یې د اوکراین پر وړاندې د جنګېدو لپاره زرګونه پوځیان استولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version