ملي دفاع وزارت له ازبکستان څخه امریکا ته د افغانستان د چورلکو انتقال ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه چورلکې چې د پرځیدلي جمهوریت د سقوط پرمهال ازبکستان ته انتقال شوي د افغانستان ملکیت دی او بیرته باید افغانستان ته وسپارل شي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادې چورلکې که د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالېږي موږ ته منلو وړ نه دي او افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه وکړي.

د ملي دفاع وزارت له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانانو حق ته دې درناوی ولري او امریکا دې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو چورلکو د را انتقالېدو په لاره کې خنډونه نه جوړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version