لیکوال: ګل نبي زماني

د افغانستان د مسلمان ملت په وړاندې د غرب له سترو پلانونو څخه یو هم د جمهوریت نظام و، چې هڅه یې کول د خلکو له ژوند څخه دین په تدریجي توګه حذف، د دې خاورې مسلمانان له غربي کلتور سره اشنا او له اسلامي او افغاني ارزښتونو څخه لېرې کړي.

هغوی په خپل دې پلان کې نږدې بریالي وو، خو د الله تعالی بې درېغه مرستې، د مؤمن او مجاهد ولس قربانۍ عام افغانان د دې بلا له منګولو خلاص او بیرته یې د پخواني اسلامیت او افغانیت لوري ته ستانه کړل. البته د دې ناوړه پلانونو آثار لا هم شته او کلونه کلونه هڅو ته اړتیا ده چې دا وضعیت ښه یا لږ تر لږه مخکېني حالت ته را وګرځول شي.

د لویدیځ او د بلواکي جمهوریت له سنجول شویو پلانونو څخه یو هم د ټلویزیونونو، سینما او انټرنیټ په مجازي نړۍ کې د افغان ښځو او نارینه وو ښکېلول وو. هغه پروګرامونه چې په لوېدیځ کې هڅه کېږي سمه ګټه ترې واخیستل شي، خو په افغانستان کې د شیطاني او شهواني موخو لپاره معرفي شوي وو.

د جمهوریت پر مهال زموږ ځوانان او اکثریت خلک په مجازي فضاء کې ښکېل او نږدې ټوله مجازي نړۍ غیر اخلاقي او ناوړه موادو نیولې وه. ټلویزیونونه د نڅا، سندرو او انټرنیټ د عشق او شهوت په فضاء بدل شوي وو.

سره له دې چې په افغانستان کې د انټرنیټ لګښتونه ډېر لوړ دي، خو ډېری خلک بیا هم له انټرنیټ او مجازي شبکو څخه کار اخلي. پرته له هغه سیمو چې د شبکو له پوښښ څخه‌ لرې او خلک یې له انټرنیټ څخه بې‌ برخې دي، په نورو ټولو سیمو کې خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري.

ډېر خلک په مجازي نړۍ کې له داسې اکاونټونو او پاڼو سره مخ کېږي چې د دوی دین، ایمان، غیرت، وجدان، کلتور، عنعنات، عواطف او احساسات په نښه کوي. د دې پاڼو فعالیتونه د غرب او د نسکور شوي جمهوریت د هغو ناوړه پلانونو دوام دی چې زموږ ملت یې کلونه، کلونه له ديني خوندیتابه او افغاني کلتور څخه لرې کړی و.

په مجازي نړۍ کې جعلي اکاونټونه ډېر وو، خو د نظام له بدلون سره غرب دا وېره لري چې د دوی شل کلنې ستړیاوې به له منځه لاړې شي، نو د ساده لوحو او تمه لرونکو کسانو په جذبولو سره غواړي خپل هغه ناوړه پلانونه بیا عملي کړي. ځکه خو داسې پرېمانه پاڼې تر سترګو کېږي چې په افغاني نومونو جوړې شوې دي، خو نشرات یې د اسلام، اسلامي نظام او افغاني کلتور پر ضد دي.

په تېرو څو ورځو کې څو تنه د ورته مستعارو پاڼو او اکاونټونو په درلودلو نیول شوي دي. که دا لړۍ دوام وکړي، د دین او کلتور پر وړاندې د منفي تبلیغاتو په کمولو کې به ډېره اغېزمنه او ګټوره وي. د دیني او افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره باید حکومت د خلکو پر فعالیتونو څارنه ولري. دا سخت‌ ګیري نه ده، بلکې د راتلونکي نسل د بې لارۍ د مخنیوي هڅه او پلان جوړونه ده.

ډېری ځوانان په مجازي نړۍ کې د نجونو په نوم اکاونټونو سره په ناروا مینه کې ښکېلیږي، خو یو څه وخت وروسته پوهېږي چې دا کس نارینه دی. ډېرې مجازي پاڼې د علماوو او داعیانو خبرې ټوټه ټوټه او تحریفوي، بیا یو شمېر له دین څخه ناخبره کسان دا خبرې ریښتینې بولي او له دین او علماوو څخه کرکه او نفرت ښيي.

دا هر څه د غرب هغه ناوړه نقشې او پلانونه دي چې له حضوري فعالیت څخه یې لاس لنډ شوی، اوس غواړي له دې لارې یې جبران کړي. اړتیا ده چې ملت او مسئولین بیدار او هوښیار وي تر څو د افغانستان راتلونکی آباد کړي. د راتلونکي نسل سالمه روزنه په مجازي نړۍ کې د دوی په کنټرول پورې تړلې ده.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version