د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د جولای په ۱۹مه د نهمې پرلهپسې شپې لپاره پر ایران بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ایران پوځي قوماندانۍ، د هوايي دفاع او ساحلي څار مرکزونه، سمندري پوځي وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه او د مخابراتو شبکې په نښه کړې دي.
د سنټکام په وینا، د دغو بریدونو موخه د هرمز تنګي له لارې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګراتګ د ایران د بریدونو وړتیا کمول دي.
تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې د امریکا د تازه بریدونو پر مهال د ایران په تبریز، چابهار، کنارک، بندر ماهشهر او بندر امام خمیني ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
بلخوا ایران هم ادعا کړې، چې د «نصر ۲» عملیاتو په ۲۲مه څپه کې یې د کویټ د علي السالم په هوايي اډه کې د امریکا د لومړني خبرداري رادار، د هوايي تجهیزاتو یوه زېرمه او د MQ-9 بېپیلوټه الوتکو یو هنګر په نښه کړی او ځینې بېپیلوټه الوتکې یې سوځولې دي.


