تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې د کویټ له خلکو غوښتي، چې اجازه ورنه کړي د دوی خاوره د امریکا د پوځي ځواکونو لپاره د عملیاتو او د مسلمانانو پر ضد د بریدونو د مرکز په توګه وکارول شي.
سپاه همداراز ادعا کړې، چې د «نصر ۲» عملیاتو په ۲۲مه څپه کې یې د کویټ د علي السالم په هوايي اډه کې د امریکا د لومړني خبرداري رادار، د هوايي تجهیزاتو یوه زېرمه او د MQ-9 بېپیلوټه الوتکو یو هنګر په نښه کړی او ځینې بېپیلوټه الوتکې یې سوځولې دي.


