شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وینزویلا د تېلو لومړی پلور بشپړ کړی.راپور زیاتوي، چې واشنګټن به په راتلونکو اونیو کې د وینزویلا نور زېرمه شوي تېل هم وپلوري.ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر د تښتونې له عملیاتو وروسته ویلي وو، چې د دغه هېواد ۵۰ میلیونه بېرله تېل به د ده تر مستقیمې څارنې لاندې وپلورل شي.نوموړي هغه مهال دا هم ویلي، چې د نفتو امریکایي شرکتونه به د وینزویلا د نفتي صنعت د بیارغونې لپاره تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه وکړي.ټرمپ اوونۍ وړاندې ویلي وو، چې د وینزویلا نوي لنډمهالي حکومت له امریکایي شرکتونو سره د ګډې همکارۍ هوکړه کړې ده.د یادونې ده، چې د وینزویلا تښتول شوي ولسمشر، نیکولاس مادرو وړاندې په ځلونو ویلي وو، چې امریکا یې د هېواد نفتي شتمنیو ته سترګې پټې کړي دي.
د امریکا جګړې وزارت: روسیه د سپوږمکيو د له منځه وړلو لپاره اټومي جګړهییز وسایل چمتو کوي17 اپریل 2026
د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح: سعودي له شهباز شریف څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ ترڅو د اسرائیل امنیت خوندي او حزب الله بې وسلې کړي17 اپریل 2026