‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ټرمپ کلاس» په نوم د نویو جنګي بېړیو د جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه بېړۍ به له نورو هغو سترې، ګړندۍ او پیاوړې وي.

د راپورونو له مخې ټرمپ ویلي، چې د دغو جنګي بېړیو د جوړولو پروژه به په محدود ډول پیل او په را روانو کلونو کې پراخ شي.

ویل شوي، دغه جنګي بېړۍ به د لسګونه زره ټنه وزن د لېږد وړتیا ولري او پر پرمختللو پوځي ټیکنالوجیکي وسایلو سنبال وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version