د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت له جاپان او اسټرالیا څخه غوښتي دي، چې که د تایوان پر سر د امریکا او چین ترمنځ جګړه پېښېږي، نو دوی دې خپل رول او دريځ روښانه کړي.

سرچينه وايي، د امريکا د دفاع وزارت پخواني مرستیال وزیر او د پالیسیو مسؤل «ایلبرېج کولبي» په تېرو میاشتو کې له جاپاني او اسټرالیایي چارواکو سره د څو ناستو پر مهال ياده موضوع مطرح کړې ده او نوموړی هڅه کوي متحدین وهڅوي چې د تایوان پر سر احتمالي شخړې ته جدي چمتووالی ونیسي.

ویل شوي چې د امریکا له خوا دا نوې غوښتنه چې متحدین باید د تایوان د شخړې په صورت کې خپلې احتمالي ژمنې روښانه کړي د پخوا په پرتله یو جدي بدلون بلل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version