د ايران فارس خبري اژانس وایي، چې د جون مياشتې په ۱۵مه اسرائيلو په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا پر غونډې هوایي برید کړی و، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پکې د وتلو پر مهال په پښه ټپي شوی دی.

فارس لیکلي، چې دا برید د اسرائیلي جنګي الوتکو له‌خوا د شپږو بمونو یا توغندیو په واسطه ترسره شوی، څو د ودانۍ د ننوتو او وتلو لارې بندې کړي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر پزشکیان او نور مشران د اضطراري لارې له‌خوا وتلي؛ خو ځینې یې برسېرن ټپیان شوي دي.

ياده دې وي چې تر اوسه اسرائیلو د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌ دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version