د جنوبي کوريا يونهاب خبري اژانس خبر ورکړی، چې امريکا له جنوبي کوریا سره هوکړې ته رسېدلې، چې له دغه هېواد څخه د هوایي دفاع پاټرياټ سیسټم منځي ختیځ ته ولېږدوي.
د راپور له مخې دا دفاعي سیستم له شمالي کوريا څخه د ساتنې په پار په جنوبي کوريا کې ځای پر ځای شوی و.