Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»امریکا وايي چين ايران ته د پرمختللو راداري سيسټمونو پر ورکولو غور کوي
    نړۍ

    امریکا وايي چين ايران ته د پرمختللو راداري سيسټمونو پر ورکولو غور کوي

    عمران آغاعمران آغا17 اپریل 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    سي بي اېس نیوز امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې امریکایي استخباراتو داسې نښې موندلي، چې چین ایران ته د پرمختللو راداري سیسټمونو په ورکولو غور کوي.

    په راپور کې راغلي، چې تېره میاشت د متحده ایالاتو او اسرائيل په مشرۍ له ایران سره د جګړې له پیله څو ورځې وروسته، امریکایي استخباراتي ادارو داسې نښې وموندلې چې دا جګړه ممکن له اصلي ډګر څخه پراخه شي؛ ځکه روسیه او چین هڅه کوي د متحده ایالاتو او اسرائیل د نظامي عملیاتو د کمزوري کولو لپاره د ایران ملاتړ وکړي.

    د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) شنونکو، چې د پنټاګون نظامي استخباراتي څانګه ده، ارزونه کړې چې چین په دې غور کوي چې آیا تهران ته پرمختللي راداري سیسټمونه ورکړي که نه؟ دا مشورې په داسې حال کې کیږي، چې د راپورونو له مخې روسیې په منځني ختیځ کې د امریکا د نظامي موقعیتونو په اړه له ایران سره استخباراتي معلومات شریک کړي دي.

    امریکایي چارواکو، چې د ملي امنیت د مسایلو د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، ويلي چې بیجینګ ایران ته د “X-band” راداري سیسټمونو په ورکولو غور کړی دی.

    دا ټیکنالوژي به ایران ته وړتیا ورکړي چې د ټیټ الوتونکو ډرونونو او کروز توغندیو په څېر ګواښونه وپېژني او تعقیب یې کړي او همدارنګه کولی شي د پرمختللو بریدونو پر وړاندې د ایران د هوایي دفاعي سیسټمونو ساتنه وکړي.

    د سرچينې په خبره، لا تر اوسه څرګنده نه ده چې آیا چین دا لېږد ترسره کړی که نه؟ خو چارواکي وایي دا ارزونه د واشنګټن دا اندېښنه په ډاګه کوي چې د ایران جګړه نه یوازې سیمه‌ ییز مخالفین، بلکې هغه نړیوال سیالان هم ورګډوي چې چمتو دي له مستقیمې نظامي مداخلې پرته، مهم ملاتړ چمتو کړي.

    د دفاعي استخباراتو ادارې، CIA او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه د تبصرې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

    د چهارشنبې په ورځ، د بریتانیا فایننشل ټایمز هم راپور ورکړی و، چې د ایران سپاه پاسداران له یوې جاسوسي سپوږمکۍ نه کار اخیستی چې په پټه یې له چینايي شرکت “Earth Eye Co” څخه اخیستې وه، ترڅو په منځني ختیځ کې د امریکا اډې په نښه کړي.

    د ۲۰۲۶ کال د ګواښونو کلنۍ ارزونه، چې د استخباراتي ټولنې لخوا چمتو شوې خبرداری ورکوي چې چین په فضايي وړتیاوو کې له نورو هېوادونو ډېر مخکې دی.

    راپور وایي چې چین په فضاء کې د روسیې ځای نیولی او د امریکا اصلي سیال دی.

    امریکایي استخبارات دا هم ښيي چې بیجینګ ایران ته د هوایي دفاعي سیسټمونو د لېږدولو پر لارو چارو غور کړی، چې ممکن د درېیمو هېوادونو له لارې ترسره شي ترڅو خپل مستقیم رول پټ وساتي.

    تر دې وړاندې تېره اوونۍ CNN هم راپور ورکړی و، چې چین ایران ته د اوږې پر سر د ویشتونکو الوتکې ضد توغندیو (MANPADS) ورکولو ته چمتووالی نیسي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي
    راتلونکي مقاله ایران د هرمز تنګي له لاري د سوداکریزو بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړه

    مربوطه لیکنې

    د امریکا جګړې وزارت: روسیه د سپوږمکيو د له منځه وړلو لپاره اټومي جګړه‌ییز وسایل چمتو کوي

    17 اپریل 2026

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح: سعودي له شهباز شریف څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ ترڅو د اسرائیل امنیت خوندي او حزب الله بې وسلې کړي

    17 اپریل 2026

    د اسرائیل ستره محکمه راتلونکې چهارشنبه د ملي امنيت وزير د ګوښه کولو په اړه ځانګړې ناسته کوي

    16 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 اپریل 2026

    نورالدین عزیزي د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم څنډه کې له خپل ترکي سیال سره کتلي

    د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ترکیې انتالیا ډیپلوماسۍ پنځم فورم کې ګډون…

    د لامان‌ـ‌قیصار حلقوي سړک د درېیمې برخې د اسفالټ چارې پیل شوې

    17 اپریل 2026

    ایران د هرمز تنګي له لاري د سوداکریزو بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړه

    17 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نورالدین عزیزي د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم څنډه کې له خپل ترکي سیال سره کتلي

    17 اپریل 2026

    د لامان‌ـ‌قیصار حلقوي سړک د درېیمې برخې د اسفالټ چارې پیل شوې

    17 اپریل 2026

    ایران د هرمز تنګي له لاري د سوداکریزو بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړه

    17 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.