اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د صهیونیستي رژیم لپاره د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو او د سعودي عربستان لپاره د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت د لویو پوځي تجهیزاتو او وسلو د پلور هوکړه تائید کړې.
سرچینې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې سعودي عربستان ته د وسلو په دې پلور کې ۷۳۰ د (پاتریوت توغندي) او ورسره تړلي تجهیزات شامل دي.
د دې وزارت په وینا، دا وسلې به د سعودي عربستان او د امریکا متحدینو امنیت پیاوړی کړي او د سیمې د هوايي او توغندیز دفاعي سیستم کې به د ریاض رول لا زیات کړي.
