د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د سږ کال لپاره د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه ورکړل شوې او د جدي هڅو په پایله کې د سعودي حکومت له خوا په راتلونکو کلونو کې د دې سهمیې د زیاتولو ژمنه هم ترلاسه شوې ده.

د ياد وزارت د وزير شيخ نور محمد ثاقب په وینا، سږ کال د هر حج کوونکي ټول لګښت ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی چې د تېر کال په پرتله د هر حاجي په لګښتونو کې ۱۵ زره او ۶۹۰ افغانۍ کموالی راغلی دی.

د معلوماتو له مخې، چې سږ کال بیا د حج پروسې ټولیز لګښت ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version