د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول اعتراف کړی، چې حکومت یې د سمندري غلو په څېر عمل کوي او له یوه نورمال دولت سره هیڅ ورته والی نه لري.
د راپور له مخې، ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي: «موږ د کښتۍ پر ژۍ ښکته شو او کښتۍ مو ونیوله. بار (محموله) مو ترلاسه کړ او تېل مو هم ونیول. دا ډېره ګټوره سوداګري ده.»
نوموړي زیاته کړې: «موږ د سمندري غلو په څېر یو. موږ تر یوې اندازې پورې سمندري غلو ته ورته یو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پوځ د ټرمپ په امر له تېرو څو اوونیو راهیسې د ایران بندرونه محاصره کړي او د یو شمېر ایراني سوداګریزو بېړیو د نیولو ادعا یې کړې ده.
