یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د دوو وسله والو لخوا په خلکو بریدونه شوي، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

رسنۍ وایي، چې لومړۍ پېښه تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو په “ارکانزاس” ایالت کې رامنځ ته شوې ده. راپورونه ښیي، چې یو وسلوال کس په یو سوپر مارکېټ کې پر عامو خلکو ډزې کوي.

پولیسو ویلي، چې په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د برید انګېزه لا نه ده مالومه، خو پولیسو په دې اړه د څېړنو کولو خبر ورکړی.

بل لور ته رسنیو ویلي، چې د “فورډیس” ښار په یوه خوراکه پلورنځي کې د ناڅرکنده کس د ډزو په پایله کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ پولیس افسرانو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان شوي.

رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، چې د روان ۲۰۲۴ کال څخه تر دې دمه په امریکا کې د هدفي وژنو ۲۳۴ پېښې ثبت شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version