د امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد په نیویارک او نواډا ایالتونو کې تازه دوه وسله‌وال بریدونه شوي، چې له امله یې اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اسوشیتډپرېس خبري اژانس د راپور له‌مخې، لومړی برید د نواډا ایالت په رینیو ښار کې ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دغه راز دوهم برید د نیویارک ښار په منهاټن سیمه کي شوی، چې په ترڅ کې یې پنځه کسان، چې یو پولیس او په خپله بریدګر هم شامل دي، وژل شوي دي.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې لیکلي، برید کوونکی یو سړی و، چې د رواني اختلال ستونزه یې لرله.

په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا په لویو او وړو ښارونو کې وسله‌وال بریدونه د پام وړ ډېر شوي، چې له امله یې د خلکو اندېښنې راپارېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version