‏په روسیه کې د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن د یورایشیا اووم فضایي کانګرس کې ګډون کړی.

په روسیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په دغه کانګرس کې د فضایي چارو سټراټیژیک بدلونونه، نوې کړنلارې او د مدیریت اړوند ننګونو بحث او خبرې شوي.

د يادونې ده، چې په دې کانګرس کې د روسیې، بیلاروس، او یو شمېر نورو هېوادونو علمي او سیاسي استازو هم ګډون کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version