د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکایي چارواکو د ګرینلینډ د احتمالي پېر لپاره له ۵۰۰ تر ۷۰۰ میلیارده ډالرو بیه ټاکلې ده.

د «اېن‌بي‌سي نیوز» د راپور له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا مهال د پېر وړاندیز پر چمتو کولو بوخت دی.

د امریکا ولسمشر ویلي، ګرینلینډ یې د هېواد د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. زیاتوي چې که امریکا یې ترلاسه نه‌کړي؛ نو چین او روسیه به پر دې سیمې ولکه ټینګه کړي.

د ټرمپ دې غوښتنې ته د اروپایي اتحادیې هېوادونو غبرګون ښودلی او ځینو یې لا چمتووالی ښودلی چې دې سیمې ته خپل پوځیان واستوي.

د یادونې وړ ده، چې ګرینلینډ د ډنمارک تر کنټرول لاندې نیمه خودمختاره سیمه ده چې په دې وروستیو کې د ټرمپ د څرګندونو له امله د خبرونو سرټکی شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version