رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا یوټا ایالت په سالټ لیک ښار کې د وسله‌وال برید له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د ټپیانو له ډلې د درېیو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

امنیتي چارواکو ویلي، چې برید یوې هدیرې ته څېرمه ترسره شوی او بریدګر له سیمې تښتېدلی دی.

چارواکو د بریدګر د هویت او د برید انګېزې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version