کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا امنیه قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د احمد آباد ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د نشه‌یي توکو د پروسس یوه کارخونه موندلې او له ټولو وسایلو سره یې له منځه وړې ده.

د یاد وزارت په وینا، پولیسو په دې تړاو درې تنه نیولي چې، د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیتي ځواکونو همدا راز له یادې کارخونې ۵۰۳ کیلو ګرامه اومه چرس، ۶۱۹ کیلو ګرامه د بنګو دانې، د نشه‌یي توکو د جوړولو وسایل او یو پیکپ موټر ترلاسه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version