د بلخ امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې يوه کور ته د غلا په موخه د اوښتلو پر مهال درې تنه وسلوال غله وژلي دي.

سرچينه وايي، ياد غله يوه کور ته اوښتي وو، چې د امنيتي ځواکونو له خبرېدو او سيمې ته تر رسېدو وروسته یې مقاومت کړی او د امنيتي ځواکونو په مقابلو ډزو کې درې تنه وژل شوي او يو بل له سيمې تښتېدلی.

د معلوماتو له مخې له وژل شویو غلو څخه دوه میله توفنګچې او یو عراده موټرسایکل هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version