د عرب نيوز رسنۍ د راپور له مخې په کولمبیا کې د دوه جلا بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان دي.

سرچينه وايي، لومړی برید هغه مهال شوی چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د هوايي ځواک یوې اډې ته نږدې چاودنه ورکړل شوه، چې په پایله کې یې ۶ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې بيا په دوهم برید کې د پوځ یوه بلک هاک چورلکه ویشتل شوې، چې له امله یې ۱۲ امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي، دغه بریدونه د پخواني انقلابي وسله‌والو ځواکونو «فارک» ډلې ترسره کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version