شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بلخ امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې يوه کور ته د غلا په موخه د اوښتلو پر مهال درې تنه وسلوال غله وژلي دي.سرچينه وايي، ياد غله يوه کور ته اوښتي وو، چې د امنيتي ځواکونو له خبرېدو او سيمې ته تر رسېدو وروسته یې مقاومت کړی او د امنيتي ځواکونو په مقابلو ډزو کې درې تنه وژل شوي او يو بل له سيمې تښتېدلی.د معلوماتو له مخې له وژل شویو غلو څخه دوه میله توفنګچې او یو عراده موټرسایکل هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.