د کندز امنيه قومنداني وايي، د ياد ولايت د آقتاش ولسوالۍ پولیسو د یوه کشفي راپور پر اساس د مقاومت جبهې څلور غړي‌‌ چې په همدې ولسوالۍ کې یې مقاومت جبهې ته کمپاين او تبليغات کول له یو شمېر وسايلو سره لاس په لاس نيولي دي.

د سرچينې په خبره نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د دوسیې له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې په کندز سربېره د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم مقاومت او نورو تش په نوم جبهو ته کمپاين کوونکي ځينې کسان نیول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version