د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د نادرشاه کوټ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه دوه تنه نیولي چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یې یو کس د چړو په واسطه په مرموز ډول وژلی وو.
د خوست امنیه قومندانۍ وایي، نیول شوي کسان د قتل شوي کس ورور او بل یې وراره دی.
سرچینه زیاتوي، چې یادو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او په لومړنیو څرګندونو کې یې د یادې کړنې لامل له وژل شوي کس سره حقوقي دعوه یاده کړې ده.
خوست امنیه قومندانۍ ویلي، چې نیول شوي کسان به د قضایي اجرأتو په موخه اړوندو مراجعو ته وسپارل شي.
